د افغاني سرې میاشتې سرپرست جده کې د افغانستان لپاره د OIC د غذائي مصونیت د برخې مسؤل او مل پلاوي سره کتلي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست جده کې د افغانستان لپاره د OIC د غذائي مصونیت د برخې مسؤل او مل پلاوي سره کتلي.
27 جولاي پنشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت د برخې له استازي امري اومنافي او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د نوموړې ادارې د تېر کال له مرستو مننه وکړه او د افغانستان د روان وضعیت د تشریح کولو په ترڅ کې یې غوښتنه وکړه، چې خپلې مرستې روانې وساتي.
د افغانستان لپاره د OIC د غذایي مصؤنیت استازي ژمنه وکړه، چې افغانستان سره به مرستې روانې وساتي او غواړي د یو هوکړه لیک له مخې په افغانستان کې نوې بشرپالې پروژې پلې کړي.
اړوند موضوعات
د افغاني سرې میاشتې سرپرست د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مرستیال سره لیدلي.
نوموړي د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ته بلنه ورکړه، چې قزاقستان ته سفر وکړي او د خیریه بنسټونو له مسؤلینو سره له نېږدې وویني.