د افغاني سرې میاشتې سرپرست د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مرستیال سره لیدلي.

0
172

د افغاني سرې میاشتې سرپرست د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مرستیال سره لیدلي.

26 جولاي چهارشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مرستیال میګیول میلاریول سره په جده کې لیدنه ترسره کړه.

 

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې پر فعالیتونو، لاس ته راوړنو او پر لا ښه والي خبرې او ګټورې مشورې شریکې شوې او پر راتلونکي ګډ پلان بحث وشو.

 

ناسته کې مولوي مطیع الحق خالص د افغاني سرې میاشتې پر پرمختګونو او ستونزو خبرې وکړې او غوښتنه یې وکړه، چې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون باید د ستونزو په حل کې لازم ګامونه واخلي او خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس ترکیه کې د یاد هیواد د سرې میاشتې له اجرائیوي مسؤل سره کتلي.

 

د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مرستیال میګیول میلاریول ژمنه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې د پرمختګ او ظرفیت د لوړاوي لپاره به جامع پلان چمتو کوي او د پلي کولو لپاره به یې اړینې هڅې کوي.

Leave a reply