د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس ترکیه کې د یاد هیواد د سرې میاشتې له اجرائیوي مسؤل سره کتلي.

0
292

د افغاني سرې میاشتې سرپرست رئیس ترکیه کې د یاد هیواد د سرې میاشتې له اجرائیوي مسؤل سره کتلي.

23 جولاي یکشنبه 2023

‏د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې ټولنې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص ترکیه کې د دې هېواد د سرې میاشتې له اجرایوي مسؤل سره ولیدل.

 

ناسته کې مولوي مطیع الحق خالص د ترکیې د سرې میاشتو له پرلپسې مرستو مننه وکړه او د وروستۍ زلزلې له امله یې د ترکیې ولس ته تعزیت ووایه. نوموړي همدا ډول د افغاني سرې میاشتې له لوري د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، مرستونونو کې د بې سرپرسته کورنیو پر پالنه، د رواني ناروغانو په ساتنه او درملنه او له کونډو، یتیمانو او سوالګرو سره په نغدي مرستو تفصیلي خبرې وکړې.

 

د ترکیې د سرې میاشتې اجرائیه مسؤل د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې دوی د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه کې لیوالتیا لري او له افغاني سرې میاشتې سره به په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.

اړوند موضوعات

د افغاني سرې میاشې ټولنې سرپرست افغانستان کې د ترکیې سرې میاشتې او دیانت ادارې استازو سره کتلي.

 

نوموړي همدا ډول وویل دوی به هڅه وکړي، چې د ترکیې له خیریه بنسټونو سره په ګډه له افغانستان سره د پرلپسې بشري مرستو پر منظم میکانیزم کار وکړي.

Leave a reply