کلیو پراختیا وزارت غزني او لوګر ولایتونو کې د نیږدې ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
48

کلیو پراختیا وزارت غزني او لوګر ولایتونو کې د نیږدې ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

1 اګست سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د غزني او لوګر ولایتي ریاستونو په همغږۍ نړیوال خوراکي پروګرام د نیږدې ۳۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له خوا د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې (۸۵۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) لیټره غوړي، (۶) کیلو دال او (۳۳) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

 

همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د کلیوالي سیمو د هوساینې او پراختیا لپاره د اقدام مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د لوګر ولایت په مرکز، چرخ، محمدآغه، برکي برک، ازره او خروار ولسوالیو کې د (۲۴۹۰) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.

اړوند موضوعات

د کلیو پراختیا وزارت کاپیسا او کندهار ولایتونو کې نیږدې ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په یادو مرستو کې هرې راجستر شوې کورنۍ ته یوه بوجۍ (۵۰) کیلويي اوړه، یوه بوشکه (۵) لیټره غوړي، (۷) کیلو دال، (۳۰) پاکټه پلمپي او (۲) پاکټه سوپرسریال وویشل شول.

Leave a reply