د کلیو پراختیا وزارت کاپیسا او کندهار ولایتونو کې نیږدې ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
85

د کلیو پراختیا وزارت کاپیسا او کندهار ولایتونو کې نیږدې ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

26 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د کاپیسا او کندهار ولایتي ریاستونو له لورې ۲۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د کاپیسا د کلیو پراختیا ریاست په نظارت او همغږۍ، د بشري مرستو او د اقتصاد د پیاوړتیا (HEERO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) نقدي مرستې د کاپیسا ولایت په حصه اول او دوهم کوهستان ولسوالیو کې د (۱۷۹۹) اړمنو کورنیو لپاره ترسره شوې.
په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۳۷۰۰) افغانۍ نقدې پیسې وویشل شوې

 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د بشري خیریه مؤسسې په همکارۍ د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې (۷۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت لغمان او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۲۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه ، (۵) لیټره غوړي ، (۶۰۲۵) کیلو دال ، (۴۰۵) کیلو سوپرسیریل او (۳۰) پاکټه د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

Leave a reply