کلیو پراختیا وزارت لغمان او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۲۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
88

کلیو پراختیا وزارت لغمان او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۲۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

23 جولاي یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د لغمان او ننګرهار ولایتي ریاستونو تر نظارت لاندې، د ۲۷۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (RRDPO) مؤسسې له لوري د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې (۱۰۹۶) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه ، (۴.۵۵) کیلو غوړي، (۶.۲۵۰) کیلو دال او (۳۳) پاکټه د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

 

همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (RRDO) مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په رودات، دره نور، ګوشتې او کوز کونړ ولسوالیو کې (۱۵۳۴) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت ارزګان او سمنګان ولایتونو کې نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۲) پاکټه سوپر سریال او (۳۳) پاکټه د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

Leave a reply