کلیو پراختیا وزارت ارزګان او سمنګان ولایتونو کې نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
124

کلیو پراختیا وزارت ارزګان او سمنګان ولایتونو کې نیږدې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

18 جولاي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند، د نړیوال بانک په مالي مرسته، د سنایي پراختیایي (SDO) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې د ارزګان ولایت په چوری ولسوالۍ کې (۱۹۶) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۱۰۰) کیلو اوړه، (۲۰) کیلو لوبیا او (۲۰) لیټره غوړي وویشل شول.

 

همدا راز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په نظارت او همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (ASIO ) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د سمنګان ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې (۱۲۷۵) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او غزني ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۱،۵) کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او (۴.۵۵) کیلو سوپر سریال وویشل شول.

Leave a reply