کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او غزني ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
103

کلیو پراختیا وزارت ننګرهار او غزني ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

07 جولائي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د غزني او ننګرهار ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د څه باندې ۳ زره اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

خبر زیاتوي چې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي مرسته او د (FGA) مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په خوګياڼو ولسوالۍکې (۱۷۱۹) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.

 

په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۴،۵۵) کیلو غوړي، (۶،۲۵) کیلو دال، (۲) پاکټه سوپر سریال او (۳۳) پاکټه د ماشومانو لپاره د خوارځواکۍ توکي وویشل شول.

اړوند موضوعات

کلیو پراختیا وزارت غزني او فراه ولایتونو کې نیږدې ۱۷۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

 

همدا راز د (WFP) له خوا د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې (۱۳۰۰) اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه. په یادو مرستو کې هرې کورنۍ ته (۵۰) کیلو اوړه، (۵) لیټره غوړي او (۶) کیلو لوبیا وویشل شول.

Leave a reply