د بې برخلیکه مجاهدینو د برخلیک معلومولو په اړه نن ورځ د کابل ولایت مقام کې غونډه ترسره شوی.

0
92

د بې برخلیکه مجاهدینو د برخلیک معلومولو په اړه نن ورځ د کابل ولایت مقام کې غونډه ترسره شوی.

1 اګست سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي شیخ محمد قاسم خالد، د کورنیو چارو وزارت له تامیناتي مرستیال مولوي عبدالله حسیني، د کابل له امنیې قومندان او یو شمېر نورو استازو سره د بې برخلیکه مجاهدینو د برخلیک معلومولو په موخه ولایت مقام کې غونډه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت تامیناتي مرستیال په دې غونډه کې د تشکیلاتو په اړه وویل؛ کابل ولایت د افغانستان مرکز دی او موږ دلته د مجاهدینو ثبت لړۍ ته ځانګړې پاملرنه کوو.

 

نوموړي زیاته کړه، چې کورنیو چارو وزارت هڅه کوي، څو د بې برخلیکه مجاهدینو لپاره د خدمت زمینه برابره کړو.

 

د کورنیو چارو وزارت مرستیال دغه راز ډاډ ورکړ، چې کابل ولایت کې به هېڅ مجاهد بې برخلیکه پاتې نه شي.

 

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد په دې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل؛ اوس مهال په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ شمېر مجاهدین بې برخلیکه دي او د دوی برخلیک معلومول یوه جدي اړتیا ده.

 

کابل والي همدارنګه د مجاهدینو د ثبت پروسې هرکلی وکړ زیاته یې کړه، چې د مجاهدینو د ثبت په پروسه کې یې باید ډیر دقت وشي، تر څو ریښتینو مجاهدینو ته د خدمت زمینه برابره شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل والي سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه لیدلي.

 

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، څو د کورنیو چارو وزارت له لوري د مجاهدینو د جذب د پیل لپاره یو پلاوی وټاکل شي او عملان یې د جذب چارې پیل شي.

Leave a reply