امنیتي پولیسو ۲۹ تنه د غلا، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.

0
190

امنیتي پولیسو ۲۹ تنه د غلا، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو د هیواد په ۹ ولایتونو کې نیولي.

1 اګست سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند امنیتي پولیسو ۲۹ کسان د غلا، قاچاق وړلو، حرامو غوښو پلور، غصب، اخلاقي بې لاریو او د وسلو ناقانونه لېږد په تړاو د هیواد په نهو ولایتونو کې نیولي دي.

 

له دوی، ننګرهار کې پينځه تنه د مړو څارویو د غوښو پلور په تړاو، ارزګان کې یو ډله مسلکي غله، بامیان کې دوه تنه د نشه یي توکو کارولو په تړاو، لغمان کې درې نامسووله وسله وال او څلور تنه د اخلاقي بې لاریو په تړاو په بغلان کې نیول شوي دي.

 

 

همداراز، سمنګان ولایت کې یو تن د دوه میله دولتي وسلې د غلا په تړاو، هرات کې یو تن د غصب، یو غل په خوست او کنړ کې یو تن د قیمتي ډبرو د قاچاق په تړاو نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

امنیتي ځواکونو ۲۹ تنه د غلا، قاچاق، جعل او نورو جرائمو په تړاو پلازمنیه کابل او یو شمیر ولایتونو کې نیولي دي.

 

په ورته وخت کې، دکابل او خوست پولیسو دوه غلا شوي موټر موندلي او بېرته یې ملکانو ته سپارلي دي.

Leave a reply