امنیتي ځواکونو ۲۹ تنه د غلا، قاچاق، جعل او نورو جرائمو په تړاو پلازمنیه کابل او یو شمیر ولایتونو کې نیولي دي.
امنیتي ځواکونو ۲۹ تنه د غلا، قاچاق، جعل او نورو جرائمو په تړاو پلازمنیه کابل او یو شمیر ولایتونو کې نیولي دي.
26 جولاي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹ کسان د غلا، دوکې، قمار، اسنادو جعلي کولو، عامه نظم ګډوډولو او اخلاقي فساد په تړاو په نیمروز، هرات، بلخ، تخار، ارزګان او کابل کې نیولي دي.
له دوی، نیمروز کې ۷ غله، دوه تنه د اسنادو د جعلي کولو او یو تن د اخلاقي فساد په تړاو، هرات کې شپږ تنه د چل ول، بلخ کې شپږ تنه د عامه نظم ګډوډولو، تخار کې څلور تنه د قمار او یو تن د وسله والو غلاوو په تړاو او دوه موټر تښتوونکي غله په کابل او ارزګان کې نیول شوي دي.
همدا راز د کابل پولیسو په یو پلټونکي عملیات کې د هیوادوالو ۱۱۰ ټوکه پاسپورټونه، چې د نور په نوم یو ګرځندوی او توریستي شرکت ترې د تحصیلي بورسونو په پلمه ټول کړي وو، د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې موندلي او بېرته یې خاوندانو ته سپارلي دي.
اړوند موضوعات
ددغه غولوونکي شرکت مسوول کسان د پلټنو لپاره امنیتي ځواکونو سره دي او قانون ته به وسپارل شي.