امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه د غلا او نورو جرمونو په تړاو نیولي او پروان کې ۳۰۰ معتادین درمنلې لپاره راټول کړي.

0
219

امنیتي ځواکونو ۲۰ تنه د غلا او نورو جرمونو په تړاو نیولي او پروان کې ۳۰۰ معتادین درمنلې لپاره راټول کړي.

 

18 جولاي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په دوه بیلابیلو تازه خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د ننګرهار د امنیه قومندانۍ منسوبینو ۲۰ کسان د غلا، بډو اخیستو، قاچاق، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.

 

له ډلې یې، څلور کسان د بډو اخیستو، ۸ کسان د غلا، درې کسان د اخلاقي بې لاریو په تړاو، دوه تنه د ګرانبیه ډبرو د قاچاق، یو تن نشه یي توکي پلورنکی او دوه کسان د مور او پلار د ځورولو په تړاو نیول شوي دي.

 

همدا راز د پروان د امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو شاوخوا ۳۰۰ په نشو روږدي د یاد ولایت له بېلابېلو څنډو راټول او د درملنې لپاره یې کابل ته لیږدولي دي.

اړوند موضوعات

جوزجان او هلمند ولایتونو کې ۴تنه انسان تښتوونکي د امنیتي ځواکونو له لورې نیول شوي.

 

دې ته ورته، د میدان وردګ ولایت امنیه قوندانۍ یادو پولیسو ۲۸ په نشو روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه یې پلازمېنې ته استولي دي.

Leave a reply