په افغانستان کې لوږې د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی

د قزاقستان دغه چارواکي په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان اوس مهال په اقتصادي بحران کې ډوب دی او دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
د هغه په وينا، دغه وضعيت د ترهګرۍ او افراطيت د ودې لپاره مناسبه فضا برابره کړې او په پايله کې يې ټوله منځنۍ اسيا او سيمه له ګواښ سره مخ کړې ده.
(2023 / 8 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، په افغانستان کې اقتصادي بحران او لوږه د ترهګرۍ او افراطیت د ودې لپاره زمینه برابره کړې او د سیمې امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د کازنفر خبري اژانس د راپور له مخې، قنات تومش ټینګار وکړ چې د افغانستان د بې ثباتۍ مخه باید ونیول شي.
د قزاقستان دغه چارواکي په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان اوس مهال په اقتصادي بحران کې ډوب دی او دوه پر درېیمه برخه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي.
اړوند موضوعات:
سیګار ویلي چې ښایي راتلونکو میاشتو کې افغانستان کې لوږه زیاته شي