سیګار ویلي چې ښایي راتلونکو میاشتو کې افغانستان کې لوږه زیاته شي  

سیګار ویلي چې ښایي راتلونکو میاشتو کې افغانستان کې لوږه زیاته شي

د سيګار دې درې مياشتنۍ ارزونې د نړيوالو مرسته رسوونکو ادارو هغه ادعا هم ثابته کړې چې ويلي يې وو، افغانستان کې د فقر کچه په بې ساري توګه لوړه شوې او بشري وضعيت په خورا چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.

 

(2022 / 8 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا ځانګړي پلټونکي يا سيګار ويلي چې راتلونکو مياشتو کې ښايي ميليونونه افغانان له لوږې سره مخ شي.

سیګار په همدې تړاو يوه خپاره کړي راپور کې دغه راز ادعا کړې چې له خرابيدونکي وضعيته تر ټولو ډير زيان مېرمنو ته اوښتی دی.

د سيګار دې درې مياشتنۍ ارزونې د نړيوالو مرسته رسوونکو ادارو هغه ادعا هم ثابته کړې چې ويلي يې وو، افغانستان کې د فقر کچه په بې ساري توګه لوړه شوې او بشري وضعيت په خورا چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو په ګډون ګڼو مرستندويو ادارو د وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره د مرستو د ډيريدو غوښتنه کړې، هغه غوښتنه چې مرسته کوونکو ادارو ورته د پام وړ پاملرنه نه ده کړې.

د خپرو شويو احصائيو له مخې، دا مهال افغانستان کې نږدې ۱۹ ميليونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي، په داسې حال کې چې سيګار بيا شته امکاناتو ته په پام ويلي تر نومبر مياشتې پورې ايله اته سلنه اړمنو افغانانو ته مرسته ورسېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载