ذبیح الله مجاهد: د انساني عدالت او سولې په نوم امریکایي ټولنه انساني قاچاق ته لاره هواروي.
ذبیح الله مجاهد: د انساني عدالت او سولې په نوم امریکایي ټولنه انساني قاچاق ته لاره هواروي.
30 جولاي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له دفتره په یوه تازه خپره شوې غبرګوني خبرپاڼه کې د امریکایي انساني عدالت او سولې په نوم ټولنې راپورونه ناسم او پروپاګند بللی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د انتقالي عدالت او سولې په نامه امریکايي ټولنه له افغانستان څخه د کادرونو د وتلو او انساني قاچاق ته د لارې هوارولو لپاره هڅې کوي.
یاد امریکايي بنسټ ادعا کړې چې په افغانستان کې څارنوالان له خطر سره مخ دي، خو ښاغلي مجاهد ویلي چې عمومي عفوه د ټولو افغانانو لپاره د تطبیق وړ او څوک ترې سرغړونه، نه شي کولای.
اړوند موضوعات
هغه ویلي چې د انساني حقوقو، سولې او عدالت تر عنوان لاندې ځینې مغرض بهرني بنسټونه تل د افغانستان په تړاو ناسم راپورونه خپروي او له افغانستان څخه د خلکو وتلو او تېښتې لپاره کار کوي.