ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت پر مشرانو د بندیز غبرګون کې ویلي چې فشار او بندیز ګټه نه کوي، تعامل ته راوړاندې شئ.

0
177

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت پر مشرانو د بندیز غبرګون کې ویلي چې فشار او بندیز ګټه نه کوي، تعامل ته راوړاندې شئ.

21جولاي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د اسلامي امارت پر مشرانو د بندیز لګولو په غبرګون کې ویلي: چې پر اسلامي امارت ډول ډول فشارونه به ګټه ونه کړي؛ ښه دا ده چې نړۍ د تعامل او تفاهم له لارې راوړاندې شي.

 

مجاهد وړاندې لیکي: اروپايي ټولنې لخوا د اسلامي امارت ځينې مشران د تحریم لېست ته اچول هيڅ لوري ته ګټه نه لري. دی وړاندې لیکي چې فشار، بندیز او ننګونې ګټه نه کوي. د ډیالوګ، تعامل او تفاهم له لارې راوړاندې شئ.

 

ښاغلی مجاهد وړاندې زیاتوي چې د افغانانو پر وړاندې له هغو تجربو ګټه پورته کول ناسم دي چې تطبیق یې له دې وړاندې کومه ګټه نه ده کړې. دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ډېری لوړپوړي چارواکي لا هم په تور لېست کې دي او نورو هیوادونو ته یې پر تګ بندیز دی.

اړوند موضوعات

ذبیح الله مجاهد: ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط مو د هیواد په ډیپوګانو کې پر ځاي کړي او هیچاته یې د پلور او قاچاق اجازه نشته.

 

یاده دې وي چې اروپايي ټولنې د اسلامي امارت پر درې نورو مشرانو، د عدلیې او پوهنې پر وزیرانو او همدا راز پر قاضي القضات بندیزونه لګولي.

حماد

Leave a reply