ذبیح الله مجاهد: ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط مو د هیواد په ډیپوګانو کې پر ځاي کړي او هیچاته یې د پلور او قاچاق اجازه نشته.

0
102

ذبیح الله مجاهد: ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط مو د هیواد په ډیپوګانو کې پر ځاي کړي او هیچاته یې د پلور او قاچاق اجازه نشته.

10 جولاي دوشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د ځینو امریکایي چارواکو هغه ادعاء چې ګواګی اسلامي امارت ټولې وسلې پلورلي، بې بنسټه او له حقیقت لرې بللې.

 

ذبیح الله مجاهد وایي: په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا چې ګني اسلامي امارت هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتي شوي، پر نورو جهتونو پلورلي دي، حقیقت نلري او موږ یې په کلکه ردوو.

 

نوموړی زیاتوي واقعیت دا دی، چې د بهرنیو ځواکونو له اخراجیدو او د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسائط د هیواد په ډیپوګانو او ذخائرو کې محفوظ شوي او هیچاته اجازه نشته چې آن یو میل وسله هم قاچاق او یا وپلوري.

اړوند موضوعات

ذبیح الله مجاهد د مطیع الله ویسا نیول تائید کړي او لامل یې له بهرنیو سره پټې اړیکې ساتل او خپلسري لیده کاته بللي.

 

دا ډول پروپاګند د هغو تنش طلبه او مغرضو کړیو دسیسه ده چې په افغانستان کې روان ثبات او کنترول نشي زغملای او په ړواندې یې پروپاګند کوي.

حماد

Leave a reply