ذبیح الله مجاهد د مطیع الله ویسا نیول تائید کړي او لامل یې له بهرنیو سره پټې اړیکې ساتل او خپلسري لیده کاته بللي.

0
87

ذبیح الله مجاهد د مطیع الله ویسا نیول تائید کړي او لامل یې له بهرنیو سره پټې اړیکې ساتل او خپلسري لیده کاته بللي.

30 مارچ پنشنبه 2023

د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ سره مرکه کې ویلي، چې مطیع الله ویسا په نوم کس د نیول کیدو په تړاو پوښتنې په ځواب کې ویلي چې نوموړي خپلسري اقدمات کول، بې له دې چې نظام جریان کې واچوي پټې او ښکاره غونډې یې درلودې، د باندې یې اړیکې لرلې او دستور یې هم له باندې اخیسته.

 

ښاغلي مجاهد د امنیتي ځواکونو له لوري د ویسا نیول کېدل تایید کړي او زیاتوي، چې هغه باید پوښتنو لپاره وغوښتل شي، ځکه دلته نظام، قانون او حکومت ده.

 

پر ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو تصویرونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې نوموړي د اسلامي امارت د پرېکړو پر وړاندې خلک راپورته کول ‏او د اسلامي امارت پرېکړې ېې ننګولې.

 


همدارنګه د ویسا پر ټویټر پاڼه خپاره شویو تصویرونو کې ښکاري، چې نوموړی د غربي هېوادونو له بېلابېلو استازو او چارواکو سره خپلسري لیده کاته کوي.

‏د ټولنیزو رسنیو کارونکو د مطیع الله ویسا نیول ښه اقدام یاد کړی، زیاتوي، هر هغه څوک چې د نظام پر وړاندې بغاوت ته خلک هڅوي، خپلسري اقدمات کوي باید وپوښتل شي او مخه یې ونیول شي.

Leave a reply