د عامې روغتیا وزیر د نړیوال روغتیایي سازمان له استازي سره د روغتیایي خدماتو په اړه خبرې کړي.

0
128

د عامې روغتیا وزیر د نړیوال روغتیایي سازمان له استازي سره د روغتیایي خدماتو په اړه خبرې کړي.

30 مارچ پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوال سازمان له استازي سره په کتنه کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو د کیفیت پر لوړولو ،د روغتیايي خدماتو تطبیق کوونکو مؤسسو د فعالیت پر ښه والي ، شفافيت او حسابدهۍ بحث او خبرې وکړې.

 

خبرزیاتوي چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي د دغه سازمان د نويو پرګرامونو، د روغتیايي خدماتو د معياري کولو، حسابدهۍ او شفافيت په اړه د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته وضاحت او ډاډ ورکړ.

اړوند موضوعات

د عامې روغتیا وزیر قطر هیواد کې د روغتیا کیفیت او خوندیتوب کنفرانس کې ګډون کړی.

 

همدا راز د عامې روغتیا وزیر، روڼتیا او حساب ورکونې ته په پام سره د تطبیق کوونکو موسسو د کړنو ښه والی، د روغتیايي خدماتو د کیفیت د لوړولو لپاره اړین وباله او د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ عمل وکړي.

Leave a reply