د نوي کابل پلان پلي کولو په موخه د کابل ولایت مقام کې د ځینو امارتي مشرانو غونډه ترسره شوی.
د نوي کابل پلان پلي کولو په موخه د کابل ولایت مقام کې د ځینو امارتي مشرانو غونډه ترسره شوی.
27 جولاي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کابل ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د عدليې سرپرست وزیر شیخ عبدالحکیم شرعي په مشرۍ، د ښار جوړولو سرپرست وزیر او د چارو ادارې لوی رییس د کابل له والي شیخ محمد قاسم خالد سره د نوي کابل د پلان پلي کولو په موخه غونډه وکړه.
د غونډې په پیل کې د عدلیې سرپرست وزیر د نوي کابل پلان پلي کولو په اړه خبرې وکړې او د دې پلان پر تطبیق یې ټینګار وکړ.
د عدلیې سرپرست وزیر وویل؛ خصوصي شرکتونو او پانګوالو ته په دې پلان کې د پانګونې بلنه ورکړو.
ورپسې کابل والي شیخ محمد قاسم خالد خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې دښمن نه غواړي د هېواد اقتصاد وده او افغانستان پر ځان بسیا شي.
کابل والي وویل؛ نوی کابل پروژه هم د قوش تېپې کانال پروژې په څېر د هېواد په کچه ستره بنسټیزه او حیاتي پروژه ده، چې باید پلي او د تطبیق لپاره یې ټولې امارتي ادارې همکاره او همغږې واوسي.
دښار جوړلو سرپرست په دې غونډه د نوي کابل پلان پروژې پر پلي کولو د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د دې ستر پلان د ژر پلي کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې پر یاد پلان به اساسي کار وکړي او هغه ځمکې چې غصب شوي، له غاصبینو به یې راوګرځوي.
اړوند موضوعات
د غونډې په پای کې له سلا مشورو وروسته د نوي کابل پلان د پروژې پلي کولو په موخه یو با صلاحیته پلاوی وټاکل شو. یاد پلاوی به د نوي کابل پلان د پلي کولو چارې پرمخ وړي.