د کورنیو چارو سرپرست وزیر هرات ولایت کې د قومي مشرانو، علماؤ او سوداګرو سره کتلي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر هرات ولایت کې د قومي مشرانو، علماؤ او سوداګرو سره کتلي.
27 جولاي پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال له سوداګرو، علماوو او مخورو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
په دې لیدنه کې یوتن سوداګر وویل: اوس چې دوی کوم تولیدات په هرات، کابل، کندهار، بلخ او نورو ولایتونو کې لري هغه د پردیو لپاره د سترګو زخم ګرځېدلی، څکه دا هرڅه مخکې له نورو هېوادونو راتلل.
یوبل سوداګر وویل: د جمهوریت پرمهال دوی دلته ۱۲۰ فابریکې درلودې، خو اوس شاوخوا ۶۰۰ فابریکې لري، امنیت ښه شوی، ګمرک ښه شوی، فساد نشته، فکر کوم په صنعتي ښارګوټي کې تر ۴۵زره پورې کسان کار کوي.
خلیفه سراج الدین حقاني سوداګرو ته وویل: هرات ولایت ته یې راتګ هیله وه او غوښتل یې چې د یوه پروګرام په ترڅ کې په پلان سره دغه ولایت ته راشي، ټولې برخې یې وګوري، له خلکو سره وویني مشکلات یې له نږدې واوري او حل لارې ورته پیدا کړي، خو د اسلامي امارت د مشرتابه په هدایت له یوه پلاوي سره په یوناڅاپي توګه دلته راغی.
ده زیاته کړه: ما ستاسو ټولې ستونزې واورېدې، کومې چې په ما پورې اړه لري هغه به په فوق العاده توګه درته حل کړم، کومې چې په مرکز پورې اړه لري، هغه به د مرکز له لارې حل کړو.
نوموړي همدا راز وویل چې د پاسپورټونو او د وسلې د جواز په برخه کې به درته یو فوق العاده ترتیب جوړ کړو، که څه هم د پاسپورټونو په برخه کې د مخکې شوي قرارداد له امله څه ستونزې شته، تقاضا ډېره ده او پاسپورټونه لږ راکول کېږي.
په پای کې یې خلک وهڅول چې خپلې ستونزې مسؤلینو سره شریکې کړي، د نه ترسره کېدو اندېښنه دې څوک نه کوي، هر سړی باید خپلې غاړې خلاصې کړي او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې خلکو سره نرم چلند وکړي.
اړوند موضوعات
د دې سفر په لړ کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د هرات ولایت جامع جومات، اختیار الدین کلا او د جهاد منظر له موزیم څخه هم لېدنې وکړې.






