د کورنیو چارو سرپرست وزیر خوست شيخ زايد پوهنتون کې د طبعي علومو د سمپوزیم په پرانېست غونډه کې ګډون ترسره کړی.

0
114

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خوست شيخ زايد پوهنتون کې د طبعي علومو د سمپوزیم په پرانېست غونډه کې ګډون ترسره کړی.

11 جولاي سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدين حقاني نن د خوست ولایت په شيخ زايد پوهنتون کې د طبعي علومو د سمپوزیم په پرانېست غونډه کې ګډون وکړ.

 

نوموړي وزیر د خپلې وينا پر مهال د علومو د اهميت په اړه رڼا واچوله او د تعليمي بهير پرمختګ يې د ملتونو د ترقۍ اساس وباله.

 

هغه وويل چې متأسفانه څلوېښت کلنې جګړې د نورو ګڼو زيانونو ترڅنګ علمي ادارې ډېرې وځپلې، علمي مرکزونه په سياسي، حزبي او نظرياتي ډګرونو بدل شول او يو د بل پر وړاندې يې جبهه ونيوله، اوس الحمد لله افغانانو ته داسې فرصت په لاس ورغلی چې د علمي ادارو تر منځ بشپړ وحدت راغلی، مدارس او پوهنتونونه څنګ په څنګ د دغه ولس بچيان روزي.

 

نوموړي زياته کړه: “زموږ د مبارزې د بريا راز زموږ فکري وحدت و ځکه خو په بېلابېلو نومونو تقسیم نه شوو، دغه راز تعليمي ادارې د هېواد د بقاء لپاره وحدت ته ضرورت لري که په سیاسي، حزبي او قوم ونه وېشل شي زموږ بقاء به تضمين وي.”

اړوند موضوعات

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جوزجان ولایت د دښتې لیلې سیمې څخه لیدنه ترسره کړی.

 

د کورنیو چارو وزیر د شيخ زايد له پوهنتون او رئیسانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او له راغلو رئیسانو او استادانو سره یې دوه ميلیونه افغانۍ نغدي مرسته هم وکړه.‌

Leave a reply