ننګرهار رسنیو دفتر: د ننګرهار والي د مخابراتي شبکو مسئولينو ته د خدماتو کيفيت ښه کېدو په اړه کتلي.

0
184

ننګرهار رسنیو دفتر: د ننګرهار والي د مخابراتي شبکو مسئولينو ته د خدماتو کيفيت ښه کېدو په اړه کتلي.

27 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت والي ملا محمد نعيم اخند د مخابراتي شبکو مسئولينو سره په ناسته کې د خدماتو کيفيت ښه کېدو، د بيو کمولو او د پوښښ ساحې پراخه کېدو سپارښتنې وکړې.

 

نوموړي د سيمې او نړۍ د مخابراتي شبکو خدماتو او په هېواد کې شته امکاناتو ته په اشارې له مسئولينو وغوښتل چې د هېوادوالو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او هڅه وکړي چې خپل خدمات په موثره ډول مشتريانو ته وړاندې کړي.

 

د ننګرهار والي د مخابراتي شبکو مسئولينو ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو په حل کې به يې د قانون له مخې اجرات تر سره کړي.

 

د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ رئیس ذبيح الله احمدي وويل، چې په دې ولايت کې ۹۵ سلنه غير راجستر سيمکارتونه راټول شوي، د مخابراتي پوښښ ساحه پراخه شوې، دې ولايت کې نوري فايبر د وصل کېدو په حال کې ده او د مخابراتو په برخه کې يې د شته نیمګړتياو په حل کار روان کړی.

 

دوی همدا راز د تخنيکي ستونزو پر مهال د مسئولينو دهمکارۍ، د سيمکارتونو راجستر په برخه کې د شته ستونزو په اړه معلومات شريک او د حل غوښتنه يې وکړه.

اړوند موضوعات

د ننګرهار والي د اکبر مؤسسې له رئیس او همکارانو سره لیدلي او پر یو شمیر پراختیایي پروژو یې خبرې کړي.

 

يادو مسئولینو همدا راز د ننګرهار والي ته د خدماتو کيفيت ښه کېدو او د اوامرو په تطبيق کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

Leave a reply