د ننګرهار والي د اکبر مؤسسې له رئیس او همکارانو سره لیدلي او پر یو شمیر پراختیایي پروژو یې خبرې کړي.
د ننګرهار والي د اکبر مؤسسې له رئیس او همکارانو سره لیدلي او پر یو شمیر پراختیایي پروژو یې خبرې کړي.
15 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت والي ملا محمد نعيم اخند د خپل کار په دفتر کې د اکبر مؤسسې رئيس ريچارډ هوفمن او همکارانو سره لیدلي او پر بشري مرستو او پراختيايي پروژو خبرې وکړې.
د اکبر مؤسسې رئيس ريچارډ او مرستيال يې حميدالله حميدي مؤسساتو او ډونرانو له لوري د پلان شويو مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل همدا راز يو شمېر برخو کې يې د همکارۍ غوښتنې وکړې.
اړوند موضوعات
ننګرهار ولایت هسکه مینه او پچیراګام ولسوالیو کې درې ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند د اکبر مؤسسې له مسئولينو څخه د مننې ترڅنګ د امنيت او نورو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه يې وکړه ترڅو د نافذه قوانينو په رڼا کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.