د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو او سیمو د ساداتو قوم له مشرانو، علماوو او مخورو سره کتلي.

د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو او سیمو د ساداتو قوم له مشرانو، علماوو او مخورو سره کتلي.
26 جولاي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري په داسې حال کې چې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي ملا عبدالخالق عابد هم حضور در لود د ساداتو قوم له علماوو، قومي مشرانو او مخورو سره چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو یې تشریف راوړی وو د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.
د ساداتو قوم څوتنو مشرانو د نورو په استازیتوب پخپلو خبرو کې وویل چې د ساداتو قوم به د یووالي د ټینګښت او اسلامي نظام څخه په هره بیه ساتنه او ملاتړ کوي زیاته یې کړه کوم قوم چې له خپل نظام څخه ملاتړ ندی کړی دهغه قوم نوم او نښان ورک دی سادات په افغانستان کې له لويو ټبرونو څخه دی چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې میشت او په بېلابېلو ژبو خبرې کوي او په دې ویاړي چې د داسې نظام تر چتر لاندې ژوند کوي، کوم چې د افغان ولس له متنه را پاڅېدلي مشران لري او د همدغه ولس د سوکالۍ لپاره یې بېسارې هڅې کړي او کوي یې نوموړو دغه راز یو لړ غوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
د سرحدونو، قومونو، او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري سادات هم دهېواد د نورو قومونو په څېر یو دروند قوم یاد کړ ویې ویل موږ یې اصولو عنعناتو، حقونو او ویناګانو ته د قدر په سترګه ګورو غوښتنو او ستونزو ته به يې رسیدګي کوو او خپل مسؤلیت به د الله جل جلاله او خپل ولس په وړاندې په پوره باور او امانت داري سرته رسوو.
اړوند موضوعات
د سرحدونو او قومونو چارو وزارت سرپرست وزیر نورستان ولایت کې د علماؤ او قومي خلکو سره کتلي.
ښاغلي نوري راغليو مشرانو ته په اشارې سره وویل چې تاسو د دریو انقلابونو اتلان یاست تل مو له باطل څخه د اسلام او افغانیت دفاع خپله فریضه ګڼلې او په نړۍ کې د لویو امپراتوریو د زوال، د کفر په مقابله کې د جهاد د اعلام او بیسارو قربانیو نمونه یاست نو موږ د خپل مسؤلیت تر څنګ دا خپل وياړ بولو چې ستاسو په شان با درایته مشرانو لرو او د نیکمرغۍ او هوساینې لپاره یي کار کوه.






