د سرحدونو او قومونو چارو وزارت سرپرست وزیر نورستان ولایت کې د علماؤ او قومي خلکو سره کتلي.

د سرحدونو او قومونو چارو وزارت سرپرست وزیر نورستان ولایت کې د علماؤ او قومي خلکو سره کتلي.
6 مئي شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې د نورستان ولایت د دو آب ولسوالۍ له ولسونو سره وکتل.
په دغه کتنه کې د یادې ولسوالۍ مسؤلینو، قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو د سرپرست وزیر او ورغلي پلاوي هرکلی وکړ او د خپلې سیمې اړوند غوښتنې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.
سرپرست وزیز ښاغلي نوري د یادې ولسوالۍ خلکو ته په خبرو کې وویل: د نورستان ټول وګړي یووالي ته ژمن دي، تل یې په سختو حالاتو کې د ا.ا.ا ملاتړ کړی دی او تر څنګ یې درېدلي دي.
اړوند موضوعات
سرحدونو وزارت کابل ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږۍ ستره ولسي غونډه ترسره کړی.
هغه همدا راز ژمنه وکړه چې د دې سیمې ستونزې به د حل په موخه تر اړوندو ارګانونو رسوي او د ستونزو په هوارولو کې به یې پوره هڅې کوي.






