ميدان وردګو ولایت کط سېلابونو درې زده کوونکي مړه کړي
ميدان وردګو ولایت کط سېلابونو درې زده کوونکي مړه کړي
د دې ترڅنګ فیض القران دیني مدرسه، روضة الهدا، او حضرت عمرفارق(رض) هغه ديني مدرسې دي چې وروستيو سېلابونو زيانمنې کړي دي.
د ښوونځیو او دیني مدارسو د مسؤلینو په وینا د ښونځیو او دیني مدرسو ودانۍ، د احاطو دېوالونه، د تګ او راتګ لارې د دیني مدارسو البسه، خوراکي او غیرې خوراکي توکي، یادو سیلابونو له کاره ويستي او ترڅنګ یې د غلام دستګیر په متوسطه ښونځي کې درې تنه زده کوونکي هم مړه کړي دي.
(2023 / 7 / 26 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د ميدان وردګ پوهنې رياست ويلي وروستیو سېلابونو په جلریز ولسوالۍ کې ښوونځي او دیني مدرسې هم زیانمنې کړي دي.
د پوهنې رياست دخبرپاڼې له مخې په زيانمنو ښوونځيو کې د مامکیو لومړنی ښوونځی، د حضرت ابوبکرصدیق منځنی ښوونځی، د اسماعیل خېلو د نجونو لومړنی ښوونځی، امام اعظم (رح) لومړنی ښوونځی او په جای غني، تندوره، قول دولت، دېؤګان، درې مسجد ساحه کې یې د یونسف صنفونه تخریب او هغوی ته غځېدلی لارې په مکمله توګه ویجاړې کړي دي.
د دې ترڅنګ فیض القران دیني مدرسه، روضة الهدا، او حضرت عمرفارق(رض) هغه ديني مدرسې دي چې وروستيو سېلابونو زيانمنې کړي دي.
د ښوونځیو او دیني مدارسو د مسؤلینو په وینا د ښونځیو او دیني مدرسو ودانۍ، د احاطو دېوالونه، د تګ او راتګ لارې د دیني مدارسو البسه، خوراکي او غیرې خوراکي توکي، یادو سیلابونو له کاره ويستي او ترڅنګ یې د غلام دستګیر په متوسطه ښونځي کې درې تنه زده کوونکي هم مړه کړي دي.
اړوند موضوعات:
هغوی په مرستندویه بنسټونو غږ کوي چې، یاد ښوونځي او دیني مدرسې سروې او د اړتیا وړ همکارۍ ورسره وکړي.