په میدان وردګو کې د ناچاوده توکو زیاتوالي خلک اندیښمن کړي

0
95

دوی د ماین پاکۍ له مسؤلینو غواړي، چې لومړی هغه ساحې له ناچاوده توکو پاکې کړي کوم چې دوی پکې ورځنۍ چارې پرمخ وړي. ولایتي مسولین بیا ډاډ څرګندوي، چې دوی په دې برخه کې د ماین پاکې له ټیمونو سره ناستې ترسره کړي او هڅه یې داد ده، چې ولایت په کچه ټولې سیمې د ناچاوده توکو څخه پاکې کړي.

د میدان وردګ ولایت امنیه قومندانۍ وايي، په تېره یوه میاشت کې په دې ولایت کې د ناچاوده توکو څلور پېښې رامنځته شوې، چې پکې د یو نجلۍ په ګډون پنځه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

(2023 / 6 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 
د میدان وردګ ولایت اوسيدونکي د تېرو جګړو پر مهال د پاتې ناچاوده توکو له زیاتوالي اندېښنه لري، وايي سره له دې چې د دغه ولایت په یو شمیر سیمو کې د ناچاوده توکو د پاکولو چارې روانې دي خو بیا هم دغه توکي هره ورځ د دوی د ماشومان ژوند اخلي.
دوی د ماین پاکۍ له مسؤلینو غواړي، چې لومړی هغه ساحې له ناچاوده توکو پاکې کړي کوم چې دوی پکې ورځنۍ چارې پرمخ وړي. ولایتي مسولین بیا ډاډ څرګندوي، چې دوی په دې برخه کې د ماین پاکې له ټیمونو سره ناستې ترسره کړي او هڅه یې داد ده، چې ولایت په کچه ټولې سیمې د ناچاوده توکو څخه پاکې کړي.

اړوند موضوعات:

په سیداباد ولسوالۍ کې د ناچاودي توکي چاودنې ۳ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

Leave a reply