د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ کې د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په موخه سترکانال جوړیږي.
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ کې د اوبو د ضایعاتو مخنیوي په موخه سترکانال جوړیږي.
25 جولاي سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د لوګر ولایت د رسنیو دفتر له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت محمدآغې ولسوالۍ په سفیدسنګ سیمه کې د ١٢٠٠ متره په اوږدوالي، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي په موخه سترکانال جوړیږي.
د شاخ قند کانال د بنسټ ډبرې اېښودو په پار، جوړه شوې غونډه کې د محمدآغې ولسوال، د لوګر ولایت د کرنې رئیس، د سیندیزې حوزې رئیس، د سولې بنسټ مسؤولینو او یو شمېر ځایي قومي مشرانو برخه اخیستې وه.
یاد کانال د سولې بنسټ د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروګرام له لوري د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د دوه میاشتو په موده کې جوړیږي.
د دغه کانال په جوړېدوسره به ٥٠ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی وشي او هم به په کرنیزو محصولاتو کې د دوه سلنه زیاتوالي ترڅنګ، ۱۰۲ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
اړوند موضوعات
د یادې رغنیزې پروژې پراختیایي چارې د مدني ودانیز شرکت پر غاړه دي، چې د چارو د ښه کیفیت او په ټاکلي وخت کې د بشپړېدو ډاډ ورکوي.