د کلیو او پراختیا وزارت وایي د نورستان ولایت د مرکز اړوند په ډيوه کلي کې یې يو کانال ګټې اخیستنې ته سپارلی.

د کلیو او پراختیا وزارت وایي د نورستان ولایت د مرکز اړوند په ډيوه کلي کې یې يو کانال ګټې اخیستنې ته سپارلی.
17 مئي چهارشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت د نورستان ولایت د مرکز اړوند په ډيوه کلي کې یې يو کانال ګټې اخیستنې ته سپارلی.
خبر زیاتوي چې د د نورستان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت، د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي مرسته او د (UNCHR) مؤسسې له خوا د نورستان ولایت د مرکز اړوند په ډيوه کلي کې يو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
اړوند موضوعات
د کلیو او پراختیا وزارت پکتیا ولایت کې پر څه باندې ۴زرو بېوزله کورنیو خوراکي توکي ویشلي دي.
د نورستان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي احسان الله »احمد» په وينا: ياد کانال ۱۹۰ متره اوږدوالی لري چې د نوموړي کانال په جوړېدو سره لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او د ډيوې کلي اوسيدونکو هغه ستونزې چې د ځمکې د خړوبولو به وخت کې لرلې، هوارې شي.





