په افغانستان کې د یونیسف د ګرځنده کاري ډلو فعالیت ودرول شو

په افغانستان کې باخبرو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط انډیپنډنټ ته وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د ګرځنده کاري ګروپونو ځنډول په داسې حال کې چې د زرګونو روغتیايي کارکوونکو د بې روزګارۍ لامل شوی، د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ ماشومان هم له خدمتونو بې برخې کړي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق ګرځنده کاري ډلې څو کاله وړاندې د جمهوري ریاست په دوره کې جوړې شوې او د دوی د جوړېدو هدف په لرو پرتو سیمو او په ځانګړې توګه په کلیو کې د ماشومانو او میندو د ښې پالنې په خاطر دی.
(2023 / 7 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د سلګونو ګرځنده کاري ډلو فعالیت له یوې اونۍ راهیسې د “د دغه سازمان د چارواکو او د طالبانو د چارواکو ترمنځ د اختلاف” له امله بند شوی دی.
دا کاري ځواکونه چې د ګرځنده روغتیا او تغذیې ټیمونو په نوم پیژندل کیږي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لخوا تمویل کیږي او د طالبانو د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ کار کوي.
په افغانستان کې باخبرو سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط انډیپنډنټ ته وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق د ګرځنده کاري ګروپونو ځنډول په داسې حال کې چې د زرګونو روغتیايي کارکوونکو د بې روزګارۍ لامل شوی، د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ ماشومان هم له خدمتونو بې برخې کړي دي.
اړوند موضوعات:
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له استازو سره پر همکاریو خبرې اترې کړي.