د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له استازو سره پر همکاریو خبرې اترې کړي.

0
183

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یونیسف ادارې له استازو سره پر همکاریو خبرې اترې کړي.

23 سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي ښاغلي فران اکویزا، د یونیسف ادارې د واش پروګرام رئیس ډومینګ پورتویت او د واش پروګرام کارپوه حبیب الرحمن سره لیدنه وکړه.

 

په یاده لیدنه کې نوموړي وزیر میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې مونږ د یونیسف ادارې له دوامدارو همکاريو څخه قدرداني کوو چې په سختو حالاتو کې تاسو تر بیوزلو او اړمنو افغانانو پورې خپلې مرستې رسولي او جاري مو ساتلې او د یونیسف ادارې له استازو سره يې د پروژو د پلې کولو په برخه کې د چټکتیا او اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

 

همدرانګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د نوموړو ستونزې واوریدې او زیاته یې کړه چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ سره سم به ستاسو سره هر اړخیزه همکاري کوي.

اړوند موضوعات

د کلیو پراختیا وزارت کندز او ننګرهار ولایتونو کې نیږدې ۳۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره کړي.

 

ورپسې د یونیسف ادارې او واش پروګرام استازو وویل چې مونږ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سره په پوره همغږۍ چارې ترسره کوو او همداراز يې د مرستو دوام ته اشاره وکړه او زیاته يې کړه چې یونیسف اداره غواړي د یاد وزارت په همکارۍ سره خپلې لازمې مرستې د هېواد تر هر کلي او هرې سیمې پورې ورسوي.

Leave a reply