میدان وردګ ولایت کې تیره شپه سیلابونو ګڼ ځاني تلفاتو تر څنګ زیات شمیر کورونه نړولي.
میدان وردګ ولایت کې تیره شپه سیلابونو ګڼ ځاني تلفاتو تر څنګ زیات شمیر کورونه نړولي.
23 جولاي یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې میدان وردګ ولایت کې تیره شپه سیلابونو د یو شمیر هیوادوالو د ژوند اخیستلو تر څنګ، زیات شمیر کورونه نړولي او سخت مالي زیان یې اړولی.
خبر زیاتوي چې سیلابونو د میدان وردګ ولایت په څو ولسوالیو کې د زیانونو ترڅنګ په جلریز ولسوالۍ کې ۶۰ کورونه ړنګ کړي، ۲۶ تنه یې شهیدان کړي، ۳ تنه ورک دي او پراخ مالي زیانونه یې اړولي.
د نورو بیړنو مرستندویه وزارتونو تر څنګ افغاني سرې میاشتې د یادې ولسوالۍ تکنې سیمې ته نن ۳۰ خیمې، ۱۵۰ کمپلې او یو شمېر نور اړین توکي رسولي.
اړوند موضوعات
وروستیو بارانونو او سیلابونو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونو نړولو سربیره مرګ ژوبله اړولې.
اسلامي امارت د دې پيښې له امله د تلف شوو کورنیو او خپلوانوته تسلیت ویلی او همدا راز اړوند ارګانونه او مرسته کونکي مؤسساتو ته یې امر کړی، تر څو د یادې سیمې خلکوته په عاجله توګه خپلې مرستې ورسوي او د متضررینو د معالجې او سرپنا پیدا کولو لپاره دې خپل ټول امکانات وکاروي.
حماد