وروستیو بارانونو او سیلابونو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونو نړولو سربیره مرګ ژوبله اړولې.
وروستیو بارانونو او سیلابونو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونو نړولو سربیره مرګ ژوبله اړولې.
26 مارچ یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي، چې د وروستیو دوو ورځو اورښتونو او سېلابونو له کبله په یو شمېر ولایتونو کې ۳ تنه مړه او ۷ ټپیان شوي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راځي چې دغو سېلابونو په ننګرهار، لغمان، کونړ، بلخ، فراه، زابل، فاریاب، ارزګان او نورستان ولایتونو کې ۷۵۶ کورونه هم نړولي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند شفیع اله رحیمي په خپلو خبرو کې تایید کړه چې وروستيو اورښتونو ځاني او مالي زیانونه درلودل. نوموړي وویل:”لکه څرنګه چې د هیواد په ډېریو ولایتونو کې د واورو او بارانونو شاهدان یو.
بدبختانه چې له یادو اورښتونو په یو شمېر ولایتونو کې سیلابونه راوتلي دي. یاد سېلابونه په لغمان، زابل، فاریاب، دایکندي، ارزګان، فراه، بلخ، جوزجان او خوست کې بهېدلي، چې ځيني تلفات یې اړولي دي.”
د یادو طبیعي پېښو خبرونه په داسې وخت کې خپریږي چې څلور ورځې وړاندې د نوي کال پر دویمې شپې یوې ځواکمنې زلزلې د افغانستان په ګډون د سیمې یو شمېر هیوادونه لړزولي و.
اړوند موضوعات
سیلاب های اخیر در ولسوالی زارع ولایت بلخ صدها خانه و هزاران جریب زمین زراعتی را ویران کرده است
د چارواکو له قوله چې نوموړې زلزلې په افغانستان او پاکستان کې لسګونه مړه، سلګونه ټپیان او تر زرو ډېر کورونه ونړول.