سیاسي مرستیال د پاکستان له ځانګړي استازي سره خبرو کې ویل:  پاکستان حکومت باید افغان کډوالو سره ښه چلند او بندي افغانان آزاد کړي.

0
104

سیاسي مرستیال د پاکستان له ځانګړي استازي سره خبرو کې ویل:  پاکستان حکومت باید افغان کډوالو سره ښه چلند او بندي افغانان آزاد کړي.

21 جولاي جمعه 2023

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان هیواد له ځانګړي استازي آصف دراني سره په لیدنه کي ویلي: چې پاکستان حکومت دې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي او هغه افغان کډوال چې، دا مهال د پاکستان زندانونو کې بندیان دي، د ښو اړیکو له مخې آزاد شي.

د سياسي مرستيال په خبره، د افغانستان سرپرست حکومت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو لا ډېرښت غواړي او باوري دی چي، اسلام اباد او کابل په خپلمنځي سوداګرۍ کي تر نورو ډېره ګټه کولای شي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.

 

 

په یاده ناسته کې د پاکستان هیواد ځانګړي استازي آصف دراني ژمنه کړې چې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزي هواروي او په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشي کولو، افغان سوداګرو ته د وېزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو له منځه وړلو او نورو برخو کي به بېړني اقدامات وکړي.

حماد

Leave a reply