د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.

0
160

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.

20 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال نن په سپېدار ماڼۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي
اصف دراني سره چې په ناسته کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظامياني هم حضور درلود وکتل.

 

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو لا ډېرښت او قوت غواړي او باوري دی، چې پاکستان او افغانستان پخپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولی شي. نوموړي زياته کړه، موږ له پاکستان څخه غواړو چې د سوداګرۍ پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته وېزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو دوه اړخيزه سوداګري نوره هم وغوړېږي.

 

مولوي عبدالکبیر افغان کډوالو ته د اسانتیاوو غوښتنه وکړه او وی ویل هغه افغان کډوال چې دا مهال د پاکستان زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، افغانستان د پاکستان په ګډون د هېڅ هيواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هيچاته به اجازه ور نه کړو چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو په ګډون د چا پر ضد وکاروي.

 

 

مولوي عبدالکبیر زياته کړه، موږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان په زیان بولو او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو، نو هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

 

په پای کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال وويل، موږ د داسې هیواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې مو لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوو، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.

ور پسې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف درانی وویل، نړۍ باید د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې او په ځانګړې توګه د امنيت تامين او مخدره توکو لمنځه وړو په برخو کې ومني.

 

هغه وویل، موږ له افغانستان سره نیکې اړیکې لرو او د دې اړیکو د لا تقویې لپاره هڅې کوو.

 

نوموړي ژمنه وکړه، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو لمنځه وړلو او نورو برخو کې به عاجل اقدامات وکړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د صرافانو له استازو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

نوموړي همداراز وويل، پاکستان به ډېر ژر د تورخم ـ جلال اباد سړک پاتې کارونه پيل کړي.

Leave a reply