د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د صرافانو له استازو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

0
94

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د صرافانو له استازو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه لیدلي.

19 جولاي چهارشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د صرافانو اتحادیې له پخواني رئیس او د صرافانو له یوشمېر استازو سره ولیدل.

په دې کتنه کې د صرافانو استازو ډاډ ورکړ، چې صرافان د دولت د مالي پیاوړتیا او د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه هر ډول شرائطو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

 

دوی دغه راز، خپلې يو شمېر ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال او کفيل سره شریکې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د هېواد له ټولو صرافانو څخه په مننې وويل، افغانستان له اقتصادي ننګونو سره مخ او د دې شرایطو مهارول د دولت، صرافانو او مالي شرکتونو په ګډې همکارۍ پورې مرتبط دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان د ځانګړو ځواکونو د کنډک له مجاهدینو او مسؤولینو سره کتلي.

 

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، اسلامي امارت د صرافانو او مالي شرکتونو د چارو پر وړاندې شته ستونزو ته په پام به اړوندو ادارو ته د هغو د حل سپارښتنه وکړي.

Leave a reply