ترکیه کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او زیات شمیر هیوادونو افغانستان کې پر بشري مرستو ترکیې هیواد کې ناسته ترسره کړی.

0
239

ترکیه کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او زیات شمیر هیوادونو افغانستان کې پر بشري مرستو ترکیې هیواد کې ناسته ترسره کړی.

21 جولاي جمعه 2023

 

د افغاني سرې میاشتې او د ترکیې، قطر، بریتانیا، اسټرالیا، کاناډا، آلمان، ناروې، فنلینډ او د ډنمارک د ملي ټولنو او د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د مسؤلینو ترمنځ د افغانستان پر اوسني وضیعت، افغانستان کې پر بشري فعالیتونو او د بشري مرستو په جلب او یو شمېر نورو موضوعاتو په ترکیه کې ګډه ناسته ترسره شوه.

 

ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د سوري زړه د ماشومانو د درملنې، له اړمنو سوالګرو سره د مرستې، د کونډو او بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي، د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې، د رضاکارانو د شمېر په زیاتولو او د معتادینو له کورنیو سره په مرستو د خبرو ترڅنګ وویل “افغانستان له کلونو راهیسې له بشري او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی او ډېرو برخو کې مرستو او لاسنیوي ته اړتیا لري؛ مونږ له نړیوالو غواړو، چې له سیاست ور اخوا د افغانستان د وګړو لاسنیوي ته راوړاندې شي او د افغانستان ترڅنګ ودرېږي”.

 

ګډونوالو ته د ارام سمندر هېوادونو لپاره د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون مسؤل الیګذیندر وویل “اړینه ده ملي ټولنې افغانانو سره د مرستو په موخه د خپلو هېوادونو له اړوندو مسؤلینو سره ناستې وکړي او ویې هڅوي، چې افغاني سرې میاشتې سره د بشري لاسنیوي او ملاتړ د پروژو تمویل کې همکاري وکړي او په اقتصادي او روحي توګه ځپل شوي افغانان له پامه ونه غورځوي.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې جوزجان ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.

 

ګډونوالو خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او ګډو همکاریو ته یې لېوالتیا وښودله او افغانستان کې د بشري ستونزو پر حللارو او همکاریو ژمنه وشوه.

Leave a reply