افغاني سرې میاشتې ټولنې جوزجان ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.
افغاني سرې میاشتې ټولنې جوزجان ولایت کې د ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.
20 جولاي پنشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې تیره ورځ د محرم الحرام پر ۲مه نیټه د جوزجان ولایت منګجک ولسوالۍ کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
خبر زیاتوي چې یاده مرسته د جوزجان ولایت د منګجک ولسوالۍ د قوینلي وطني، سلطان اریغ، جوی شاه خان، سفرولي دوم، دالي مهاجر، عباس، منګجک فراري، منګجک الله بیرن، قره دوک او قزل ایاق عهده ګر کلیو کې د ٥٠٠ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ته ٨ قلمه خوراکي توکو په ویش سره وشوه.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې جوزجان کې د ۵۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
په ویشل شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٤ کیلو وریژې، ۱ کیلو شین چای، ۱۰ لیتره غوړي، ۸ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره او بسکوټ وویشل شول.