افغاني سرې میاشتې ټولنې جوزجان کې د ۵۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

0
203

افغاني سرې میاشتې ټولنې جوزجان کې د ۵۰۰ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.

18 جولاي سه شنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې‏ د جوزجان ولایت په بیلابیلو سیمو کې ۵۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره کړی.

خبر زیاتوي چې د یاد ولایت د خواجه دو کوه ولسوالۍ په لب جرطاغن، ایماق،چوباش افغانیه، چوباش ترکمنیه، شکرک بازار، سالتق افغانیه، عرب قرلیق، ایتوریغ او قرشلیک کلیو کې افغاني سرې میاشتې ٥٠٠ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نن ٨ قلمه خوراکي توکو مرسته وویشله.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې ۲۲ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان داخلي روغتونونو ته ورپیژندلي.

 

په یاده ویشل شوې مرسته کې له ٧٥ ټنه ډېر خوراکي توکي وویشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٤ کیلو وریژې، ١٠ لیتره غوړي، ٢ کیلو مالګه، ١ کیلو شین چای، ١ پاکټ بسکوټ، ٥ کیلو بوره او ٨ کیلو لوبیا شامل وو.

Leave a reply