افغاني سرې میاشتې ټولنې ۲۲ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان داخلي روغتونونو ته ورپیژندلي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې ۲۲ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان داخلي روغتونونو ته ورپیژندلي.
11 جولاي سه شنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې نن سه شنبه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲۲ تنه نور ماشومان پلازمېنه کابل کې د درملنې او عملياتو په موخه دوه داخلي روغتونونو ته ور وپېژندل.
افغاني سرې میاشتې تېرو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۴۱۴تنه ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ددرملنې او عملياتو په موخه ورپېژندلي، چې د درملنې ټول لګښت يي د افغاني سرې مياشتې په غاړه دى.
اړوند موضوعات
یاده دې وي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو کې د هر یو ماشوم په تداوۍ د یو لک افغانیو څخه نیولی بیا تر ۴ لکو افغانیو لګښت راځي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې تأدیه کیږي.






