افغاني سرې میاشتې ټولنې ۱۴ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره کابل کې روغتونونو ته ورپیژندلي.

0
107

افغاني سرې میاشتې ټولنې ۱۴ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره کابل کې روغتونونو ته ورپیژندلي.

21 جون چهارشنبه 2023

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې نن د ذی الحجې په ۳مه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۴ تنه نور ماشومان پلازمېنه کابل کې ۲ روغتونونو ته ور وپېژندل.

 

افغاني سرې میاشتې تېرو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳۲۲ ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي، چې لګښت يې د سرې مياشتې په غاړه دى.

اړوند موضوعات

 

افغاني سرې میاشتې ټولنې د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي همکارۍ د ۸۸۰۰ ناروغانو د سترګو درملنه پیل کړی.

 

یاده دې وي چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو په درملنه د ۱ لک افغانیو څخه نیولې تر ۴ لکه افغانیو لګښت راځي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې تأدیه کیږي.

Leave a reply