د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې اترې کړي.

0
86

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې اترې کړي.

21 جولاي جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ‎ځانګړي استازي اصف دراني سره وکتل.

 

په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر اصف دراني او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او نوموړي ته يې د نوي مسؤلیت مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې هیله لرو ستاسو په ګمارل کېدو به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تحصیلي او اکاډمیکې اړیکې پراختیا ومومي.

 

همداراز سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ مذهبي او کلتوري اړیکو ته په اشارې سره، د افغانستان او پاکستان تر منځ د اکاډمیکو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.

 

نوموړي د پاکستان هېواد له ځانګړي استازي سره په یاد هېواد کې د افغان محصلانو د وېزو په برخه کې د ستونزو د حل، د افغان ځوانانو لپاره د درې زره بورسونو پر ورکړې، د دواړو هېوادونو د استادانو د ظرفیت لوړونې پر متبادلې همکارۍ او په ټوله کې د تحصیلي ډګر پر پراختیا او همکاریو یو له بل سره بحثونه وکړل.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.

 

همدارنګه د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني په یادو برخو کې د همکاریو ژمنه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې شته ستونزې به حل شي، هغه زیاته کړه چې موږ پر یوه تعلیمي او تحصیلي میکانیزم کار کوو ترڅو افغان محصلانو ته لا ښه چوپړتیاوې چمتو کړو.

Leave a reply