د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس کې د موټرو د تمځای او نادر جادې ترمیم مراسمو کې ګډون ترسره کړی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خیرخواه الکترونیکي کمپلکس کې د موټرو د تمځای او نادر جادې ترمیم مراسمو کې ګډون ترسره کړی.
21 جولاي جمعه 2023
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تیره ورځ ماسپښين د خيرخواه الکترونيکي کمپلکس د موټرو تمځي او د نادر پښتون جادې د اساسي ترميم پرانېستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
مولوي عبدالسلام حنفي وويل، له فتوحاتو او د اړوندو مسوولينو تر تاييد وروسته دغه پروژه پرانیستل شوه او کار يې پيل شو، چې د دې پروژې د کار تر پيل وروسته د دې کمپلکس په توګه موږ د څو لويو ملي پروژو شاهدان وو او د خوښۍ ځای دی، چې نن د دوه دېرش ميليون ډالرو په ارزښت د دې پروژې (خيرخواه مارکېټ) د لومړي فاز کار پرانيسته کوو.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کابل والي سره د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه لیدلي.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د زېربناوو، ښاري نظم او پانګونې په برخو کې ښاريانو او خلکو ته لازمې اسانتياوې برابرېږي او ډاډ يې ورکړ، چې د افغانستان په ټولو نقطو کې سراسري امنيت تامين شوی او اسلامي امارت په مختلفو برخو کې د هر ډول کورنيو او بهرنيو پانګونو ملاتړ کوي.