ایران: د داعش مشران افغانستان ته انتقال شوي دي

امیر عبداللهیان وايي، افغانستان ته د داعش د مشرانو لېږدول د افغانستان له ننګونو څخه دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او په افغانستان کې هر ډول بې ثباتي د ایران پر سرحدي سیمو مستقیم اغېز لرلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې ا.ا څو ځلې په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی، خو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې (سیګار) د راپور له مخې، داعش په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې جنګیالی لری.
(2023 / 7 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وايي، په وروستیو میاشتو کې د داعش مشران او د دې ډلې روزل شوي ځواکونه له عراق، سوریې او د لیبیا له ځینو برخو افغانستان ته لېږدول شوي دي.
امیر عبداللهیان وايي، افغانستان ته د داعش د مشرانو لېږدول د افغانستان له ننګونو څخه دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او په افغانستان کې هر ډول بې ثباتي د ایران پر سرحدي سیمو مستقیم اغېز لرلی شي.
اړوند موضوعات: