په افغانستان کې د داعش د دوهم غړي وژل کېدل تایید شوي دي

ا.ا. سږکال وري میاشت کې اعلان وکړ چې د استخباراتي عملیاتو په پایله کې یې په افغانستان کې د داعش د رهبرۍ شورا غړی ابو عمر افریدي او د داعش د پوځي روزنې یو چارواکی سلمان تاجکستاني سره یوځای مولوي ضیاءالدین وژلی دی.
باید وویل شي، چې په کونړ ولایت کې د داعش د مشر شهاب مهاجر په نوم د ثناالله غفاري د وژل کېدو راپورونه خپاره شوي، خو ا.ا. یا داعش په رسمي ډول دا خبر نه دی تایید کړی.
(2023 / 7 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د داعش خراسان یوې خپرونې له پښتو څخه فارسي ته د دغې ډلې د تبلیغاتي کتابونو په ژباړه کې په غیر مستقیم ډول په افغانستان کې د داعش د دوهم کس په نوم د «ابو سعد محمد خراساني» چې په «مولوي ضیاءالدین» مشهور و، مړینه تایید کړې ده.
دا لومړی ځل دی چې د داعش یوه رسنۍ د خراساني وژنه تاییدوي.
ا.ا. سږکال وري میاشت کې اعلان وکړ چې د استخباراتي عملیاتو په پایله کې یې په افغانستان کې د داعش د رهبرۍ شورا غړی ابو عمر افریدي او د داعش د پوځي روزنې یو چارواکی سلمان تاجکستاني سره یوځای مولوي ضیاءالدین وژلی دی.
اړوند موضوعات:
حکومت ا.ا.: په تخار کې مو د داعش ډلې دوه جګپوړي قوماندانان او دوه غړي یې ووژل