حکومت ا.ا.: په تخار کې مو د داعش ډلې دوه جګپوړي قوماندانان او دوه غړي یې ووژل

0
99

حکومت ا.ا.: په تخار کې مو د داعش ډلې دوه جګپوړي قوماندانان او دوه غړي یې ووژل

تر اوسه د ا.ا. د حکومت دغه ادعاوې خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي. د ا.ا. له واکمنۍ وروسته پر ملکي وګړو مرګوني بریدونه چې داعش ډله یې پړه پر غاړه اخلي، دوام لري.په همدې حال کې .ا.ا. په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو شتون نه مني.

 

(2022 / 10 / 23   تاریخ تلویزیون باغی)

بشپړ راپور 

د افغانستان په شمال کې د ا.ا. د حکومت امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دوی ځواکونو په تخار ولایت کې د داعش څلور وسله وال وژلي دي. د باختر آژانس د خبر له مخې د ميزان ۳۰ د شنبې په ورځ په شمال ختيځ زون کې د ٢١٧ اتل قول اردو د قوماندان قاري امين الله طيب په حواله خبر ورکړ چې په تخار ولايت کې يې د ګډو عملياتو په بهيرکې د داعش يو پټنځاى کشف کړ.

ديوبل خبرله مخې، قاري امين الله ادعا کړې ده چې دتخار ولايت دشت قلعه ولسوالۍ په ورتازلام کلي کې د دوو تنو جګپوړو قوماندانانو په ګډون څلور تنه داعشيان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د ا.ا. حکومت د شنبې په ورځ په یوه جلا بیان کې ویلي چې دوی د جمعې په ماښام په کابل ښار کې د داعش شپږ غړي وژلي دي.

د ا.ا. د  حکومت د ادعا له مخې دغو کسانو د وزیر محمد اکبر خان جومات ته څېرمه په چاودنه او د کابل په کاج تعلیمي مرکز باندې په مرګوني برید کې لاس درلود.

اړوند موضوعات:

ذبیح الله مجاهد: تېره شپه مو پر کاج ښوونیز مرکز او وزیر اکبرخان مسجد د برید مسؤلین وژلي  

تر اوسه د ا.ا. د حکومت دغه ادعاوې خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي. د ا.ا. له واکمنۍ وروسته پر ملکي وګړو مرګوني بریدونه چې داعش ډله یې پړه پر غاړه اخلي، دوام لري.په همدې حال کې .ا.ا. په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو شتون نه مني

Leave a reply