ذبیح الله مجاهد: تېره شپه مو پر کاج ښوونیز مرکز او وزیر اکبرخان مسجد د برید مسؤلین وژلي
ذبیح الله مجاهد: تېره شپه مو پر کاج ښوونیز مرکز او وزیر اکبرخان مسجد د برید مسؤلین وژلي
په پایله کې شپږ داعشیان او یو امنیتي کس ووژل شو. دغه عمليات د وږي په ٢٩مه د جمعې په شپه ترسره شوي او له بريدګرو څخه وسلې او يو موټر هم ترلاسه شوي دي. ښاغلی مجاهد وايي، دغو کسانو د کابل په لوېدیځ کې د کاج لېسې او د وزیر اکبر خان پر جومات په چاودنو کې لاس درلود.
(2022 / 10 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور:
د ا.ا. سرپرست حکومت په کابل کې د داعش پر یوه پټنځای د عملیاتو او د کاج مکتب او وزیر اکبر خان جومات د چاودنو د عاملینو د وژلو اعلان کړی دی.
د ا.ا. ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د میزان ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو د داعش دوه غړي نیولي او بیا یې د کابل ښار په اتمه حوزه کې د دغې ډلې پر یوه پټنځای عملیات کړي دي.
په پایله کې شپږ داعشیان او یو امنیتي کس ووژل شو. دغه عمليات د وږي په ٢٩مه د جمعې په شپه ترسره شوي او له بريدګرو څخه وسلې او يو موټر هم ترلاسه شوي دي.
اړوند موضوعات:
ښاغلی مجاهد وايي، دغو کسانو د کابل په لوېدیځ کې د کاج لېسې او د وزیر اکبر خان پر جومات په چاودنو کې لاس درلود