د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خوست او بغلان ولایتونو له یو شمیر علماؤ، مخورو او قومي مشرانو سره کتلي.

0
232

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د خوست او بغلان ولایتونو له یو شمیر علماؤ، مخورو او قومي مشرانو سره کتلي.

20 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم حضور درلود، د خوست او بغلان ولایتونو له یوشمېر قومی مشرانو او مخورو سره ولیدل.

 

یادو قومي مشرانو او مخورو وویل،په افغانستان کې نور دامارت پرضد د جګړې لپاره دلیل نشته او په همدې موخه به افغانان هیچاته د جګړې کولو اجازه ورنه کړي.

 

دوی له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه، چې د اسلامی نظام ملاتړ او ساتنه د ولسونو دنده ده او د دې لپاره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

 

یادو قومي مشرانو، د اسلامي امارت لخوا په ولسونو د شفقت او ولس ته په خدمت کولو ټینګار وکړ.

 

هغوی په خوست او بغلان ولایتونو کې د ماسټر پلان مطابق د یادو ولایتونو د ښاري پراختیا، د سړکونو او بندونو جوړولو، او په ښوونیزو مرکزونو کې د اسانتیاوو برابرولو غوښتنې وکړې او په یادو برخو کې یې یو شمېر ستونزې هم سره شریکې کړې.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل: لکه څرنګه چې اسلامي امارت متوازن بهرنی سیاست غوره کړی، همداسې یې متوازن اقتصادي او پراختیایي انکشاف هم رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه، افغان ولس نور د کړیدلو او ځورولو توان نه لري او خبرې د ستونزو د حل بهترینه لاره ده.

 

سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: د اسلامي امارت پالیسي په هېوادوالو ظلم او له دوی سره زور زیاتی نه، بلکې اسلامي امارت د دوی د خدمت او د ملت د ستونزو د حل په موخه راغلی دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي سره کتلي او خبرې اترې یې کړي.

 

هغه وویل، اسلامي امارت له ګاونډیو او نړیوالو سره نیکې اړیکې غواړي، خو له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو څخه نشي تېریدای. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د ولسونو د غوښتنو او ستونزو په اړه به اړوندو ادارو ته لازم هدایات وکړي.

Leave a reply