ښار جوړولو وزارت وایي: د ایران حکومت له یاد وزارت سره په بېلا بېلو ښاري برخو کې همکاري کوي.

0
89

ښار جوړولو وزارت وایي: د ایران حکومت له یاد وزارت سره په بېلا بېلو ښاري برخو کې همکاري کوي.

20 جولاي پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو پراختیا معینیت سرپرست مولوي روح الله په خپل کاري دفتر کې د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت له مشاور سید حسین میر شفیع او له افغانستان سره په چارو کې د وزارت له استازي سره وکتل.

 

په دغه لیدنه کې پر دوه اړخیزو ښاري همکاریو، شرفیت لوړولو او د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د پانګونو په اړه خبرې وشوې.

 

د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت مشاور د ایران او افغانستان ترمنځ له نیکو او دوامداره اړیکو یادونه وکړه، چې په بېلا بېلو برخو کې یې لري او پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

دغه راز په ناسته کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت سرپرست مولوي روح الله، د افغانستان پر وړاندې د ایران له نیک نیت او ښو اړیکو یادونه او مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د افغانستان د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن جوړولو برخه کې، پلان جوړونه، او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برخو کې همکاریو ته اړتیا لري.

 

 

ښاغلي مولوي روح الله وویل، د ا.ا.ا په بیا حاکمیت سره افغانستان کې په ټول افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې د پانګونې لپاره بشپړه زمینه برابره شوې ده، چې ملي او نړیوال پانګوال کولی شي ګټه ترې پورته کړي.

اړوند موضوعات

ځینې پانګوال چمتو دي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په پروژو کې پانګونه وکړي.

ورپسې د ایران د لارو او ښار جوړولو وزارت مشاور په خپلو خبرو کې د افغانستان هراړخیز پرمختګ د ایران په ګته وباله او زیاته یې کړه، چې دوی به له افغانستان سره په بېلا بېلو ښاري برخو او پلانونو، د ظرفیت لوړونې او دغه راز په افغانستان کې د پانګونې په موخه د پانګوالو په جلب او جذب کې همکاري وکړي.

Leave a reply